د امریکا د استازو مجلس د سایبري امنیت دفتر د واټساپ پیغامرسونې اپلېکیشن کارول بند کړي او دا اپلېکیشن یې د کاروونکو لپاره “لوړ خطر” بللی دی.
دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د کانګرس ټولو کارکوونکو ته په یوه رسمي یادونه کې اعلان شوې ده.
په خبرتیا کې ویل شوي، واټساپ د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب شفافه تګلاره نه لري، ذخیره شوي معلومات یې رمز بندي نه دي، او ممکن امنیتي خطرونه ولري.
په یاد یادښت کې سپارښتنه شوې چې د واټساپ پر ځای دې له بدیلو اپلېکیشنونو لکه مایکروسافټ ټیمز، امازون ټیمز، سیګنال ویکر، آیمېسج او فیسټایم څخه کار واخیستل شي.
د مېټا ویاند د دې بندیز مخالفت کړی او ادعا یې کړې چې واټساپ د لوړ امنیت لرونکی پلیټفارم دی.

