د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي پر ایکس پاڼه د ایران له وسلوالو ځواکونو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې اسراییلو ته د سزا ورکولو پوځي عملیاتو د سهشنبې د سهار تر څلور بجو پورې دوام وکړ.
هغه زیاته کړې چې د ایران وسلوال ځواکونه د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي او د دښمن هر برید ته به ځواب وايي.

