سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه:طالبانو سره تعامل ګټور ګام نه وو

ملګري ملتونه:طالبانو سره تعامل ګټور ګام نه وو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا، د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې د ښځو او نجونو پر ضد دوامداره محدودیتونه، د افغانستان د نړیوال نظام سره د بیا یو ځای کېدو لوی خنډ دی.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو له بنسټیزو حقونو سیستماتیکې محرومۍ ته سخته اندېښمنه ده.

اوتونبایوا دغه راز ویلي چې یوناما له افغانانو سره پراخ تماس لري او ډېری افغانان باور لري چې د نړیوال حضور نشتوالی به وضعیت لا خراب کړي؛ خو نړیوال حضور کولای شي ملاتړ او مخنیوی وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې د کاري ډلو غونډې ترسره شي ترڅو د “موزاییک” طرحې د پلي کېدو جزییات مشخص شي.

د هغې په وینا، د دې طرحې موخه د افغانستان تدریجي بېرته ادغام دی، خو دا به یوازې د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت له ښه‌والي سره عملي شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here