د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره لیدلي دي.
دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
متقي ویلي، ترکیه د طالبانو د حکومت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

