د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په سهار (شاوخوا ۲:۳۰ بجې) د تهران او کرج د هوايي دفاع سیستمونه د اسراییلي بېپیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې فعال شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران دفاعي ځواکونو د اسراییلي ډرونونو پر وړاندې په چټک ډول غبرګون ښودلی او د هېواد په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د هوايي مدافعې فعالیتونه پیل شوي دي.
ایراني رسنیو د ځایي اوسېدونکو له قوله لیکلي، چې د تهران شماللویدیځ په آسمان کې د دوشنبې په سهار دوه روڼ څیزونه لیدل شوي دي.
که څه هم د پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو چارواکو ویلي چې د وضعیت کنټرول ته دوام ورکوي.

