د روسیې د امنیت شورا مرستیال رئیس، دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د برید په ترسره کولو سره یوه نوې جګړه پیل کړې، چې پایله به یې د ایران د مشر ایتالله علي خامنهيي د دریځ پیاوړتیا وي.
مدودف زیاته کړې، ترمپ چې د سولې له ژمنو سره واک ته ورسېد، اوس یې امریکا یوې نوې جګړې ته داخله کړې او له دې سره به هېڅکله د سولې نوبل جایزه و نهګټي.
هغه ادعا کړې چې د ایران اټومي تاسیساتو ته د پام وړ زیان نهدی اوښتی، او خبرداری یې ورکړی چې امریکا ممکن یوې ځمکنۍ جګړې ته وکاږي.
د رویټرز د راپور له مخې، مدودف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واشنګټن باید د مستقیمې جګړې له خطره ځان وژغوري.

