د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لورې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په تړاو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او دا ګام یې د ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو، د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون او نړیوال قانون خلاف عمل وباله.
د افغانستان پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« د ګاونډي او ورور ملت ایران سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، دا برید د ملګرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو، د سولې د روحیې خلاف، او په سیمه کې د جګړې د خپریدو او د نړیوالې سولې او امنیت خلاف عمل دی.
پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د ایران د اټومي فعالیتونو پورې اړوند شخړې باید د مسؤلو نړیوالو چارواکو لخوا د خبرو او تعقل له لارو چارو تعقیب او حل شي.
حامد کرزي په امریکا غږ کړی چې د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې موضوع حل کړي.

