د بریټانیا لومړي وزیر کیر سټارمر ویلي، چې پر ایران بریدونه د اټومي خطراتو د کمولو لپاره شوي دي.
د هغه په وینا، د ایران اټومي پروګرام د نړۍ د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی او په خبره یې هیڅکله اجازه نشي ورکولای چې ایران دې اټومي وسلې ولري.
نوموړي ایران خبرو اترو ته بللی او زیاته کړې یې ده چې منځني ختیځ کې روان حالت ته د پای ټکی کېښودل ورته لومړیتوب لري.

