د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر ایران د امریکا هوايي بریدونه “غیر انساني” بللي او ویلي یې دي چې دا عمل د نړیوالو قوانینو خلاف دی.
هغه ویلي، چې اسراییلو په جګړه کې د امریکا په ښکېلولو سره د ایران پر “سوله یيزو” اټومي تاسیساتو برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، دا بریدونه د اسرائیلو له خوا پلان شوي، چې امریکا یې جګړې ته کش کړې ده.
عبدالله خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې نه یوازې د خبرو اترو بهیر ته زیان رسوي، بلکې د سیمې د بېثباتۍ سبب هم کېدای شي.

