یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د نننیو بریدونو لپاره (B-2) بمغورځوونکې الوتکې کارول شوې دي.
تر دې وړاندې هم رویټرز راپور ورکړی و، چې دغه درنې بمغورځوونکې الوتکې د لېږد په حال کې دي او د برید لپاره چمتو شوې دي.
د یادونې ده، چې امریکا تېره ورځ شپږ دغه الوتکې ګوام ټاپو ته استولې وې.

