د سعودي عربستان د هستوي مقرراتو اداره وایي، د امریکا له برید وروسته په سیمه کې هېڅ رادیواکتیفي تشعشع نهده ثبت شوې.
امریکا د یکشنبې سهار د ایران درې هستوي مرکزونه، نطنز، فردو او اصفهان بمبار کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران هستوي ظرفیت «په بشپړ ډول له منځه وړل شوی» او زیاته کړې یې ده چې ایران باید غبرګون و نه ښيي.
نوموړي د برید ستاینه کړې او ویلي یې دي چې له پوځ سره یې تر ټولو غوره ټیم کار کړی.

