د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، تر هغو چې د اسراییلو تېری پای ته نه وي رسېدلی، له امریکا یا نورو هېوادونو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې نه کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې اروپا هڅه کوي ایران بېرته د خبرو مېز ته راولي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل ته به د بریدونو د درولو لپاره فشار ور نه کړي، او دا هم شک لري چې اروپا دې د ایران او اسراییلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.
ټرمپ زیاته کړې، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي، نه له اروپا سره.

