د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي او له هغه یې مننه کړې چې له هند سره یې د جګړې مخه نیولې ده.
ټرمپ دا مننه یوه ورځ مخکې، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال هم کړې وه.
د رویټرز د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی چې یو امریکایي ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د یوه مشر کوربهتوب کوي.
په دې لیدنه کې د ایران پر وضعیت هم خبرې شوې دي.

