د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر اوسه یې دا پرېکړه نه ده کړې چې له اسراییل سره د ایران پر ضد ودریږي که نه.
هغه زیاتوي، «ښایي دا کار وکړم، ښایي نه. څوک نه پوهیږي چې زه به څه وکړم.»
ټرمپ دا څرګندونې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وکړې او ویې ویل چې هېڅوک د هغه راتلونکی ګام نه شي اټکل کولای.
نوموړي همداراز وویل چې ایراني چارواکو یو وخت غوښتل له امریکا سره خبرې وکړي او واشنګټن ته راشي؛ خو دا چانس یې له لاسه ورکړی او اوس دا هڅې ناوخته ګڼي.
له بلې خوا، ایران تر اوسه د ټرمپ د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو راپورونه وایي، هغه خبرې چې ټاکل شوې وه د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په کوربتوب تر سره شي، د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې له امله لغوه شوې دي.

