د اسرائیلو د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، د ایران له خوا د اسرائیلو پر روغتون او د استوګنې پر سیمو د توغندیز برید په غبرګون کې ویلي، چې ما او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر کړی چې د ایران پر ستراتیژیکو هدفونو او د تهران پر حکومتي مرکزونو بریدونه شدید کړي، څو د “آیتالله خامنهیي” د رژیم ګواښ له منځه ولاړ شي.
کاتز دا بریدونه د جګړې تر ټولو ستر جنایتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې خامنهیي باید د خپلو جنایاتو حساب ورکړي.
هغه خامنهیي یو وېرېدلی دیکتاتور وباله، چې د خوندي پټنځایونو له دننه نه په قصدي توګه روغتونونه او ملکي ودانۍ په نښه کوي.

