د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي ویلي، چې دوی به اسرائیلو ته قوي ځواب ورکړي.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی پر صیهونیستانو هیڅ رحم نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران تېره شپه د اسرائیل یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.
له بل لوري بیا د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې روانه جګړه د خامنهيي په وژلو پای ته رسېدلی شي.

