پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهماریا زاخارووا:امریکا له روسیې سره راتلونکي مذاکرات لغوه کړي

ماریا زاخارووا:امریکا له روسیې سره راتلونکي مذاکرات لغوه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي چې امریکا د روسیې او امریکا ترمنځ راتلونکي مذاکرات لغوه کړي دي.

دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو لپاره پلان شوې وې.

زاخارووا د لغوه کېدو لامل نه‌دی څرګند کړی، خو هیله یې څرګنده کړې چې دغه وقفه اوږده نه‌شي.

تر دې وړاندې روسي او امریکایي چارواکو دوه ځله په استانبول کې سره لیدلي وو.

روسیې تېره اونۍ ویلي و، چې راتلونکې خبرې به په مسکو کې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here