چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهایران:هر هېواد چې د اسراییلو ملاتړ وکړ، مونږ به یې نظامي اډې...

ایران:هر هېواد چې د اسراییلو ملاتړ وکړ، مونږ به یې نظامي اډې په نښه کړو

یو لوړپوړي ایراني چارواکي له سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، نه یوازې به ایران پر اسرائیل خپل بریدونه زیات کړي، بلکې د سیمې هغه هېوادونه به هم په نښه کړي چې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي.

هغه ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران د عملیاتو پر وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي، باید دا تمه ولري چې د هغه هېواد پوځي اډې به د ایران راتلونکي هدفونه وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ایران به پر اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here