د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت الله اخندزاده، له لوري پر ډیموکراسۍ شویو نیوکو ته غبرګون ښودلی دی.
خلیلزاد وایي، افغانان حق لري چې د خپلې خوښې د حکومت ډول وټاکي؛ خو شیخ هبت الله ته یې توصیه کړې چې دې ته پام وکړي، چې بریالي، باثباته او شتمن هېوادونه ولسواک نظامونه لري.
نوموړي د ولسواکۍ اهمیت ته په اشارې ویلي چې د بریالي هېواد راز په ډيموکراتیک نظام کې نغښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شیخ هبت الله د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې یو ځل بیا پر ډیموکراسۍ سختې نیوکې وکړې او د شرعي نظام پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې نه یوازې په هېواد کې ولسواک نظام ختم کړی، بلکې د خپل مدعي شرعي نظام له مخې یې پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار، او نورو بنسټیزو حقونو بندیزونه لګولي دي.

