چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهشهباز شریف:پر ایران د اسراییلو بریدونه د سیمې ثبات ګواښي او نړیوال...

شهباز شریف:پر ایران د اسراییلو بریدونه د سیمې ثبات ګواښي او نړیوال دې چوپ نه پاتې کېږي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسراییلو له‌خوا پر ایران ترسره شوی هوایي برید په کلکه غندلي او دا یې یو بې‌دلیله، خطرناک او نامسوولانه اقدام بللی دی.

شریف ویلي، دغه ډول اقدامات د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل ګرځي او د اندېښنې وړ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا وضعیت نه یوازې د ایران، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي لپاره سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here