د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي د جمعې سهار د اسرائیل له بریدونو وروسته ویلي، چې اسرائیل جنايت کړی او باید د سختې سزا په تمه وي.
هغه زیاته کړې چې صهیونیستي رژیم د ملکي ځایونو په نښه کولو سره خپله خبیثه څېره لا څرګنده کړه.
خامنهاي دغه راز ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه به دا برید بې ځوابه پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او دوه مخکښ اتومي ساینسپوهان، فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي، د اسرائیل د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

