د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې د عرفې له ورځې د اختر تر څلورمې ورځې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان ۳۱ نارینه، دوه ښځې او ۱۰ ماشومان دي.
د ترافیکو ریاست د دغو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او له ټاکلي حده زیاته تېزرفتاري بللې ده.
دغه ریاست یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکو اصول په جدي توګه مراعات کړي، څو د دا ډول خونړیو پېښو مخه ونیول شي.

