د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د هند په احمد اباد کې د “ایر انډیا” الوتکې د سقوط له امله خواشیني ښودلې ده.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغه ناورین له امله د قربانیانو کورنیو او د هند له حکومت سره د ژورې خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونه کوي.
د هندي رسنیو په وینا، په دې پېښه کې د الوتکې ټولې ۲۴۲ سپرلۍ ژوند له لاسه ورکړی دی.

