دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانحامد کرزي؛هند کې د الوتکې د سقوط پېښه باندې ژوره خواخوږي څرګنده...

حامد کرزي؛هند کې د الوتکې د سقوط پېښه باندې ژوره خواخوږي څرګنده کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په احمداباد کې د ایر ایندیا الوتکې د سقوط پېښه خواشینوونکې بللې او له دې امله یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دا یوه دردوونکې پېښه ده او د هند له خلکو، په ځانګړي ډول د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره، د زړه له کومې غمرازي کوي.

کرزي له هند سره د خواخوږۍ ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړي دي.

د یادونې ده چې نن د هند په احمد اباد کې د «ایر ایندیا» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here