د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې د مشر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
فطرت ویلي، دا ډول اندېښنې بېځایه دي او طالب سرتېرو د داعش فعالیتونه شنډ کړي دي.
هغه د کابل په ۱۵مه حوزه کې د دوشنبې شپې عملیاتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د امنیتي ځواکونو د چمتووالي څرګندونه کوي.

