د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به ژر امریکا ته سفر وکړي.
نوموړي ویلي، تمه چې په دغه سفر کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، د هند او پاکستان ترمنځ سوله، د کانونو په برخه کې د امریکا پانګونه او د واشنګټن–بېجینګ اړیکو ښهوالي لپاره د اسلاماباد د منځګړیتوب په اړه خبرې وشي.
خلیلزاد وړاندیز کړی چې که پاکستان غواړي دا سفر مثبت اغېز ولري، نو باید شکیل افریدی له بنده خوشې کړي.
شکیل افریدی له تېرو لسو کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت په بند کې دی.

