د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر ویلي، که پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي؛ نو هند به یو ځل بیا د پاکستان په «ژوره خاوره» بریدونه وکړي.
نوموړي د بروکسل په سفر کې له پولیتیکو سره خبرو کې وویل، چې پاکستان لا هم ترهګري د دولت د پالیسۍ برخه ګرځولې.
د نوموړي څرګندونې له هغه وروسته شوي، چې په کشمیر کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل شول.
هند د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او دواړو هېوادونو تر څو ورځني تاوتریخوالي وروسته د مې په ۱۰مه اوربند وکړ.
هند ویلي، د دې نښتو پر مهال یې د پاکستان اته مهم هوایي ډګرونه هدف ګرځولي او درانه تلفات یې ور اړولي.

