د اتریش په جنوب ختیځ ښار ګراتس کې نن یو مشکوک بریدګر په یوه ښوونځي کې ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
راپورونه وایي، چې په وژل شویو کې زدهکوونکي، یو بالغ کس او بریدګر شامل دي.
پولیس وايي چې د برید پر مهال د ودانۍ دننه د ډزو غږونه اورېدل شوي او عملیات لا هم روان دي.
د پېښې لامل او نور جزئیات تر اوسه روښانه نه دي.
اروپايي چارواکو دغه پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

