چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهقطر:اسراییلي رسنۍ د جعلي اسنادو په خپرولو سره زموږ او امریکا ترمنځ...

قطر:اسراییلي رسنۍ د جعلي اسنادو په خپرولو سره زموږ او امریکا ترمنځ اختلاف جوړول غواړي

د قطر د دولت د نړیوالو رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې اسراییلي رسنۍ تورنې کړي چې د جعلي اسنادو په خپرولو سره هڅه کوي د قطر او امریکا تر منځ اختلاف رامنځته کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار ددې لپاره شوی چې د نړیوالو پام له خپلو غیرمسؤلانه کړنو، په ځانګړي ډول د غزې له وضعیت، منحرف کړي او همداراز نه غواړي چې د قطر د دیپلوماتیکو هڅو بریا ته لاره هواره شي.

قطري چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول هڅې به بریالۍ نه شي، او هیڅ جعلي سند نشي کولای د قطر او امریکا اړیکې کمزورې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here