د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، یو ځل بیا د حجاب د اجباري کولو ملاتړ کړی دی.
هغه په یوه پیغام کې چې پر ایکس شبکه خپور شوی، لیکلي: «لکه څنګه چې د حجاب اجباري کول خلک ناراضه کوي، همداراز لوڅتوب هم د خلکو له خوا د منلو وړ نه دي.»
نوموړي زیاته کړې چې د حضرت علي (رض) له وینا یې زده کړې چې د خدای رضا د خلکو د رضا په جلبولو کې ده.
پزشکیان تر دې مخکې هم د ښځو د حجاب اختیاري بڼه غندلې وه.
نوموړي تر دې وړاندې په یوې غونډه کې د حجاب اختیاري لرونکو مېرمنو انځورونه د تاسف وړ بللي او د «بې حجابۍ» پر ضد یې د جدي اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

