د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د پکتیکا ولایت د مسؤولینو د ښوونیز سمینار په غونډه کې چې په کندهار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د ګډونوالو هڅې یې وستایلې.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل ایکس لیکلي، چې شیخ هبتالله په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې باید له فردګرايۍ، اختلاف، قومپالنې او جاهطلبۍ څخه ډډه وشي.
نوموړي د اسلامي اصولو پر بنسټ د اتحاد، همغږۍ، شریعت ته د ژمنتیا، د مشرانو د اطاعت، د جهاد د اهدافو د تحقق او عدالت او اصلاح لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې.
نوموړي له طالب مسؤولینو غوښتي چې له علماوو سره ناستې او مشورې وکړي، تقوا خپله کړي او له خلکو سره په نرمه او اسلامي رویه چلند ولري.

