د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا د استازي استیفن ویتکاف له خوا د غزې د اوربند وړاندې شوې نوې طرحه منلې ده.
د دې پلان له مخې، که حماس موافقه وکړي، نو ۶۰ ورځنی اوربند به وشي او په بدل کې به ۱۰ ژوندي یرغمل شوي او د ۱۸ مړو جسدونه اسرائیل ته وسپارل شي.
حماس تایید کړې چې طرحهیې ترلاسه کړې، خو سرچینې وايي چې حماس له هغې ناراضه دی، ځکه دا د اسرائیل په ګټه دی او دایمي اوربند ته پکې هیڅ تضمین نه شته.
دغه وړاندیز په اسرائیلي حکومت کې دننه هم بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

