د پاکستان “ایکسپریس ټریبیون” ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) یو شمېر غړي نیولي دي.
سرچینې وایي، نیول شویو کسانو کې هغه غړي هم شامل دي چې د ډلې لپاره یې د جلب و جذب مسؤلیت درلود.
راپور زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د پاکستان د غوښتنو له مخې پر ټيټيپي داسې پراخ اقدامات کوي.
یادې ورځپاڼې ویلي، چې دا اقدامات کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر په پایله کې شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

