د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د خپل آسیایي سفر په پیل کې هیله ښودلې چې هېواد به یې وکولای شي له آسیايي هېوادونو سره د دفاع، انرژۍ او تخنیکي نوښت په برخو کې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د مې ۲۵مه، ویتنام ته تر رسېدو وروسته وکړې، او ویې ویل چې د دې سفر هدف د فرانسې او آسیايي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخول دي.
ټاکل شوې چې مکرون له ویتنام وروسته اندونیزیا او سنګاپور ته هم سفر وکړي او د آسیا په یو له مهمو دفاعي کنفرانسونو «شانګریلا ډیالوګ» کې ګډون او وینا وکړي.
هغه په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ دلته راغلي یو، څو زموږ اړیکې د دفاع، انرژۍ، نوښت او کلتوري تبادلو په برخو کې لا ژورې کړو.»
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې فرانسه او اروپايي اتحادیه هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سختو سوداګریزو تګلارو په مقابل کې له آسیا سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

