د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تورخم له لارې افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه خرابو کچالو د واردېدو مخه نیول شوې ده.
د یاد ریاست مشر محمد ولي محسن ویلي، دغه کچالو د نباتي قرنطین مدیریت له لوري د تورخم په ښارګوټي کې بېکیفیته او خوسا تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته لېږل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام د خوراکي توکو د کیفیت ساتلو او د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

