پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Homeافغانستانافغانستان ته راغلې سیلانۍ:طالبان د شریعت ساتونکي نه؛ بلکې د ازادۍ دښمنان...

افغانستان ته راغلې سیلانۍ:طالبان د شریعت ساتونکي نه؛ بلکې د ازادۍ دښمنان دي

د ناتالیا سنتورو په نوم یوې برازیلي ورزشکارې د انګلستان ډیلي سټار خبري ویبپاڼې ته ویلي، چې طالبان نه دي بدل شوي؛ بلکې یواځې نقاب یې بدل کړی دی.

د بدن ښکلا او د جوجېتسو لوبې دغې لوبغاړې له ډیلي سټار خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان لا هم د قانون یا عدالت پرځای د وېرې، او جبر په واسطه په افغانانو حکومت کوي.

هغه چې افغانستان ته راغلې وه وایي، “د یوې بهرنې نجلۍ په توګه زه په غرونو کې وګرځېدم، له سړیو سره مې خبرې وکړې او په خلاصه فضا کې مې تمرین وکړ؛ خو دا ټول هغه څه دي چې افغان میرمنو لپاره په یو نه ترلاسته کېدونکې خوب بدل شوي دي.

ناتالیا وایي ،طالبان د شریعت ساتونکي نه؛ بلکې د ازادۍ دښمنان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here