د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي ویلي، د امریکا دا غوښتنه بې ځایه ده، چې ایران باید د یوراینمو غني کولو بهیر صفر کړي.
هغه ویلي، ایران خپله سیاسي تګلاره لري او په دې برخه کې د هیچا فرمایش نه مني.
خامنه خبرداری ورکړی، چې، امریکايي چارواکي باید په مذاکراتو کې له اضافي خبرو ډډه وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په یو بل فرصت کې به د ایران ولس ته روښانه کړي، چې ولې امریکا غواړي دا پروسه صفر ته راښکته کړي.

