د افغانانو ترمنځ ګډې مشورتي کمېټې په بلجیم کې په بشپړ ډول د دوحې تړون د نه عملي کېدو، د افغانستان د ستونزو د سولهییز حل او ملي پخلاینې لپاره د سیاسي اشخاصو او بېلابېلو مدني ټولنو ترمنځ ناسته کړې.
په دغه غونډه کې د اروپا د بیلابیلو هېوادونو بلجیم، جرمني، فرانسي، اتریش او هالنډ څخه ګڼو افغانانو برخه اخیستې وه.
د یادې غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د افغانستان د ستونزو یوازینی حل په بشپړ ډول د دوحې تړون پلي کول دي، چې بین الافغاني مذاکرات یې تر ټولو مهمه برخه ده.

