د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په لندن کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره جوړېدونکو خبرو کې ګډون ونهکړي.
تر دې وړاندې راپورونو ویل چې ښاغلی روبیو به لندن ته سفر وکړي؛ خو هغه ویلي چې دا سفر به راتلونکو میاشتو ته وځنډوي.
روبیو په خپل ایکس کې لیکلي:«زه د روانو خبرو وروسته د بحثونو د تعقیب په تمه یم او خپل سفر به بیا تنظیم کړم.»
ټاکل شوې چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی کیت کلوګ به د روسیې او اوکراین د مسایلو په تړاو په دې خبرو کې ګډون وکړي.

