د ایران او امریکا پلاوي د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د عمان سفارت ته له رسېدو سره سم، خبرې اترې د عمان په منځګړیتوب پیل کړې.
د ایران لوري ویلي، که دا خبرې چې دوی یې «غیر مستقیم» بولي، په سمه لار روانې شي؛ نو امکان لري چې په راتلونکي کې دا خبرې «رسماً مستقیمې» شي.
امریکا بیا وايي چې دغه مذاکرات له پیله مستقیم دي، او تېره اوونۍ هم په همدې ډول ترسره شوي دي.
که څه هم تر دې دمه د خبرو له مېزه بهر رسمي جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو دواړه لوري پر خپلو اساسي دریځونو ټینګار کوي.
ایراني پلاوي ویلي چې د خپل اټومي پروګرام بشپړ بندول به هېڅکله ونه مني؛ خو امریکایي استازي بیا وايي چې دوی ته تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې ایران خپل اټومي پروګرام ته پوځي بڼه نه ورکوي.

