شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهاسماعیل بقایي:د امریکايي چارواکو د ضد او نقیضو څرګندونو په اړه وضاحت...

اسماعیل بقایي:د امریکايي چارواکو د ضد او نقیضو څرګندونو په اړه وضاحت غواړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د امریکا د چارواکو له مختلفو ضد او نقیضو څرګندونو وروسته، موږ هیله لرو چې امریکايي خوا په لومړي ګام کې د دې مسلې وضاحت ورکړي او د خپل نیت او جدیت په اړه رامنځته شوې جدي ابهامونه حل کړي.

نوموړي زیاته کړې چې تکرار شوې تګلارې به بې ګټې وي او یوازې هغه وخت پرمختګ امکان لري چې امریکا د واقعیت پر بنسټ او د اسرائیل د فشارونو پرته له واقعیت نه لرونکو غوښتنو ډډه وکړي.

بقایي زیاته کړې، چې د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر له لارې په غیرمستقیم ډول ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here