د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا پاتې شوي وسلې د طالبانو د حکومت ملکيت دی او بېرته نه ورکول کېږي.
بلخي ویلي، چې په افغانستان کې پاتې شوي امريکايي تجهيزات د جګړې غنيمت دی او بېرته به يې ورنه کړي.
نوموړي په عين حال کې د طالبانو حکومت او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره وړانديز کړی، چې متحده ايالات کولی شي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ويلي وو، چې کېدای شي واشنګټن په افغانستان کې پاتې امريکايي تجهيزات بېرته واخلي.
هغه همداراز په يوه وينا کې ويلي وو، چې طالبان د امريکايي تجهيزاتو سره پوځي رسم ګذشتونه ترسره کوي، چې دا صحنه يې سخت غوسه کوي.

