د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي یوسف وفا د یو لوړپوړي ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ.
د بلخ ولایت مقام ویلي، چې د دغه سفر هدف د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او د سرحدي امنیت په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پیاوړتیا ده.
د یادونې ده چې اوزبیکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې تعامل لري.

