د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز د لاسي بمونو برید شوی چې له امله یې یو پولیس سرتېری او یو لاروی ټپیان شوي دي.
د پولیسو سرچینو ویلي، برید د کوټې په هزارګنجي سیمه کې پر شالکوټ مرکز شوی او نامعلومو کسانو درې لاسي بمونه پر مرکز ورغورځولي دي.
سرچینې وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو برید کوونکي له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د برید کوونکو د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل شوي دي.

