د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال کې د هغو افغانانو په یو شمېر ملکیتونو او شتمنیو د لیلام اعلان شوی چې افغانستان ته ستانه شوي یا له پاکستانه ایستل شوي دي.
په اسلاماباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، د دوی یوه پلاوي چکوال ته سفر کړی او له سیمهییزو چارواکو سره یې د دغې موضوع د قانوني حل په اړه خبرې کړې دي. د سفارت په وینا، چارواکو د مالکانو د حقونو د خوندي کولو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
یوه افغان هټیوال هم ویلي، د هغو افغانانو ځینې دوکانونه هم تړل شوي چې په سیمه کې یې کاروبار کاوه او سوداګریزې ویزې یې لرلې او اوس یې د دوکانونو د لیلام اعلان شوی دی.

