شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeافغانستانپاکستان افغانستان سره د لارو بندېدو له امله ۲.۵ میلیارد ډالره زیان...

پاکستان افغانستان سره د لارو بندېدو له امله ۲.۵ میلیارد ډالره زیان لیدلی

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حاجي یوسف اپریدي وایي، له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو لارو د اوږدمهاله بندېدو له امله پاکستان شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالره مالي زیان لیدلی دی.

اپریدي د لنډي کوتل په یوه خبري غونډه کې وویل، د دغه زیان له ډلې ۱.۶۴۴ میلیارد ډالره د پاکستان په صادراتو او شاوخوا ۸۱۷ میلیونه ډالره په وارداتو کې رامنځته شوی دی.

د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله په خیبر پښتونخوا کې د ګمرکي محصولاتو او مالیې عواید هم کم شوي او شاوخوا ۷.۲۷ میلیارد پاکستانۍ کلدارې عاید له لاسه وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پولو د تړل کېدو له امله زرګونه سوداګریز، ترانسپورتي، هوټلي او نور کوچني او لوی کاروبارونه اغېزمن شوي او ګڼ شمېر کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اپریدي له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې سوداګري له سیاست جلا وساتي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي. هغه ټینګار وکړ چې د تورخم په ګډون د پولو مسئله باید سیاسي نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا سوداګرو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو غونډو کې د لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې د ستونزې د حل لپاره عملي اقدام نه دی شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here