یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeسیاستنتنیاهو: قطر «دوښمن هېواد» دی

نتنیاهو: قطر «دوښمن هېواد» دی

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو قطر «دښمن هېواد» بللی او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د اسرائیلو حکومت له قطر سره پټې یا نږدې اړیکې لرلې. نوموړي د قطر په اړه روانې ادعاوې «یو لوی دروغ» بللي دي.

نتانیاهو ویلي، قطر د غزې جګړې پر مهال د اسرائیلو پر سیاست هېڅ اغېز نه درلود او د جګړې پرېکړې اسرائیلو په خپلواکه توګه کړې دي.

قطر په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر کوربه دی او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د خبرو اترو او غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې د منځګړي رول لري. نتانیاهو وايي، غزې ته د قطر مالي مرستې د اسرائیلو د امنیتي ادارو په سپارښتنه او د بشري مرستو لپاره وې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په اسرائیلو کې د نتانیاهو د ځینو نږدې کسانو د قطر سره د احتمالي اړیکو او «قطرګېټ» قضیې په اړه بحثونه روان دي. اسرائیلو تر دې وړاندې هم په دوحه کې د حماس پر مشرانو برید کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here