یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeپښتونخوامنظور پښتین: پښتانه او بلوڅان د پنجاب له سیاستونو خپل وجود ته...

منظور پښتین: پښتانه او بلوڅان د پنجاب له سیاستونو خپل وجود ته ګواښ ویني

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پنجاب د صوبې پر سیاسي او پوځي تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د عامو خلکو پر وړاندې د روانو ستونزو او تاوتریخوالي مسؤلیت د پنجاب پر پوځي او سیاسي مشرانو دی.

پښتین د پنجاب اعلیٰ وزیرې مریم نواز ته په خطاب کې پوښتنه کړې چې په پښتونخوا او بلوچستان کې پر ملکي خلکو د هوايي بریدونو، ډرون بریدونو، جبري ورکېدنو، هدفي وژنو او د سیاسي مشرانو د بندي کېدو تر شا هند دی، که د پنجاب جنرالان.

هغه ادعا کړې چې په پښتونخوا کې د پوځ د چورلکو په بریدونو کې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال ګڼ ماشومان او ښځې وژل شوي دي. نوموړي همداراز د ناامنۍ، د سرچینو د لوټ، د ورکو کسانو او د سیاسي مشرانو د بندي کېدو مسؤلیت پر پنجاب پورې تړلو جنرالانو او سیاستوالو اچولی دی.

منظور پښتین ویلي، پښتانه، بلوڅان، سندھیان، کشمیریان، سرایکیان او د ګلګت بلتستان خلک د خپلو تاریخي سیمو د ویجاړولو پړه پر پنجابي پوځ اچوي.

هغه پر پنجاب د دې قومونو د طبیعي سرچینو، لکه تېلو، ګاز، برېښنا، اوبو او ساحلي سرچینو د غصب ادعا هم کړې او ویلي یې دي چې د دغو قومونو د تاریخ، کلتور او ژبې پر وړاندې هم محدودوونکې پالیسۍ عملي کېږي.

پښتین په پای کې ویلي چې پنجاب حق نه لري د پنجابي پوځ د سیاستونو له امله رامنځته شوې ستونزې له پښتونخوا سره وتړي او د کرنل امام د روزنیزو کمپونو په اړه له پښتونخوا شکایت وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here