د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، اقتصادي فرصتونو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې ناسته کې متقي ویلي چې افغانستان د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځانبسیاینې په برخو کې عملي پرمختګونه کړي او اوس د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال لري.
خلیلزاد هم په افغانستان کې موجود امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخو کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ بللي او هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان په اقتصادي وده او ځانبسیاینه کې لا زیات پرمختګ وکړي.
دواړو لورو همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل پر اړتیا او فرصتونو خپل نظرونه شریک کړي دي.

