د پاکستان د پارلمان پخواني مرستیال رئیس قاسم خان سوري ادعا کړې چې پاکستاني پوځ اوس مهال په بلوچستان کې د خپلې سیمې ۹۸ سلنه کنټرول له لاسه ورکړی دی.
سوري ویلي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې د وسلهوالو له لوري څلور لوی بریدونه شوي او د ده په وینا، د بلوچستان په زیارت سیمه کې څو ورځې وړاندې پر پوځ په یوه برید کې ۱۸ سرتېري وژل شوي دي.
هغه همداراز ویلي چې په بلوچستان کې سوداګریز فعالیتونه نږدې په بشپړه توګه درېدلي دي.
د پاکستان د پخواني پارلماني چارواکي په وینا، که پوځ حتی د خپلو ځواکونو امنیت نه شي ساتلی، نو د عامو خلکو د امنیت د تضمین توان به څنګه ولري؟

